د ا.ا.ا. بهرنیو چارو وزارت کې د عربي هېوادونو او منځني ختیخ د چارو پخوانی رییس او د ایران په مشهد کې د ا.ا.ا جنزال قونسل ښاغلی فیضان الله ناصري، د ورپېښې ناروغۍ له امله خپل روح حق ته سپارلی دی. مړینه یې د نظام، په ځانگړې توگه د بهرنیو چارو وزارت لپاره لویه ضایع گڼو. إنا لله وإنا إليه راجعون! ښاغلی ناصري، ریښتیني خدمت گار، وطن دوست ، متواضع او دینداره شخصیت وو.
په متحده عربي اماراتو کې د ا.ا.ا لوی سفارت د نوموړي په مړینه ژوره خواشیني څرگندوي، او د ده کورنۍ ، ملگرو ، خواخوږو او د بهرنیو چارو وزارت رهبرۍ ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي.
روح یې ښاد ، یاد یې د تل وي.