Custom Select
پشتو
پشتو
العربیه
کورپانه  >  قونسلي خدمتونه  >  پاسپورټ

پاسپورټ

په ابوظبي کې د افغانستان سفارت، قونسلي څانگه هېوادوالو ته د پاسپورټ ورکړې چارې تر سره کوي، چې هر افغان یې د خپلو شته اسنادو له مخې تر لاسه کولای شي.

کړنلار او شرطونه

•  په عربي متحده اماراتو کې مېشت افغانان هغه مهال، چې د پاسپورټ نېټه یې پای ته ورسېږي یا یې پاسپورټ ضایع شي او همدا راز په اماراتو کې نوي زېږدلي ماشوم ته د افغاني پاسپورټ ورکړه د سفارت د قونسلي څانګه له اړخه تر سره کېږي.

اړین اسناد وړاندې کول

•  د پاسپورټ غوښتنې فورمه ډکول.
•  د الکترونیکي/کاغذي تذکرې کاپي.
•  د اماراتي اقامې کاپي.
•  د اماراتو د ویزې کاپي (د اماراتي اقامې نه درلودونکي افغان وگړي لپاره).
•  د زېږون کارت کاپي (په اماراتو کې د زېږېدلي افغان وگړي لپاره).
•  2 انځورونه (4×5 کچه).
•  د بانکي اویز اصل.

یادونه: د نوي پاسپورټ غوښتنې په مهال پخوانی اصلي پاسپورټ درلودل اړین دي.