Custom Select
پشتو
پشتو
العربیه
کورپانه  >  سفارت  >  شالید

شالید

له ورور دوست هېواد عربي متحده اماراتو سره د افغانستان اړیکې تاریخي دي، چې لسیزې وړاندې د اویایمو زېږدیزو کلونو په پیل کې دواړو هېوادونو دوه اړخیزې دوستانه او سیاسي اړیکې پالل هغه مهال پیل کړل، چې د متحده اماراتو بابا او موسس شیخ زاید بن سلطان آل نهیان -رحمه الله-، افغان واکمن پاچا ظاهرشاه -رحمه الله- ته د خپلو نیکو هیلو او سیاسي ارادې هوډ څرگند کړ او ورسره د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخیزو سیاسي اړیکو د پیاوړتیا په لړ کې عملا راشه درشه پیل شول.
د افغانستان او عربي متحده اماراتو دوه اړخیزې سیاسي اړیکې په افغانستان کې د اسلامي دولت له بریا سره سم د اویایمو زېږدېږو کلونو په پیل کې لا پیاوړې شوې. په 1993 کال افغانستان د لومړي ځل لپاره په پلازمېنه ابوظبي کې خپل سفارت پرانیست او ښاغلی نور الهدی د افغانستان د اسلامي دولت د لومړي سفیر په توگه وټاکل شو.
د دوه اړخیزو سیاسي اړیکو د پیاوړتیا په لړ کې په 1996 کال کې هغه مهال چې اسلامي امارت په افغانستان واکمن شو، عربي متحده امارات یو له هغو هېوادونو و، چې له اسلامي امارت سره یې د خپلو سیاسي اړیکو پراختیا پیاوړې کړه، چې د افغانستان ا.ا. له خوا لومړی ښاغلی مولوي جان محمد مدني، ورپسې ښاغلی حافظ عزیز الرحمن د سرپرست سفیرانو په توگه وټاکل شول.
په 2008 كال کې افغانستان د ابوظبي ښار په ډیپلوماټیکه سیمه کې پر خپل ملکیت د سفارت لپاره اساسي ودانۍ ورغوله او رسما یې پرانیستله، چې تر ننه له همدې ځایه په عربي متحده اماراتو کې د مېشتو هېوادوالو د خدمت ویاړ ور په برخه دی.
د 2021 کال د اگست په 15مه په افغانستان کې امریکايي اشغال پای ته ورسېد او د افغانستان ا.ا. بیا ځلي د هېواد واگې تر لاسه کړې، چې ورسره په ابوظبي کې د هېوادوالو پر مخ د سفارت اړوندې چارې بېرته ژر پیل شوې او په 15/08/2024 نېټه د عربي متحده اماراتو دولت، ښاغلی مولوي بدر الدین حقاني د افغانستان د سفیر په توگه ومانه.

د سفارت په اړه