په متحده عربي اماراتو کې د ا.ا.ا. سفیر مولوي بدرالدین حقاني د خلیفه بن زاید آل نهیان خیریه مؤسسې له ریيس محمد حاجي الخوري سره وکتل. په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان پر عمومي وضعیت، په ځانگړي ډول له ایران او پاکستان څخه راستانه شوو افغان مهاجرینو د ستونزو او اړتياوو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې. ښاغلي حقاني د راستانه شوو مهاجرینو سره د روغتیا او تغذيې په برخو کې د مرستو غوښتنه وکړه، چې د خیریه مؤسسې رئيس ښاغلي الخوري له لوري يې ډاډ ورکړل شو.