د تاریخ په معاصر دور کې افغانستان هغه هېواد دی، چې د الله جل جلاله په لار کې د سپېڅلي جهاد د فریضې د تر سره کولو په لړ کې یې د خپل میړني ولس په هر اړخیز ملاتړ په یوه پېړۍ کې له دریو زبرځواکو ښکیلاکگرو درې ځلې خپلواکي تر لاسه کړې ده؛ نو په ټول هېواد کې د خپلواکۍ لمانځنې په ویاړ دا درې ورځې د عمومي رخصتۍ ورځې بلل کېږي.
- د زمري 28، 1298 (19 اگست 1919) له فرنگي ښکیلاگر د افغانستان خپلواکي بېرته
تر لاسه کول او د معاصر افغانستان تاسیس.
- د سلواغې 26، 1366 (15 فروري 1989)، په افغانستان کې د شوروي ښکیلاگرو ماتې
او د اسلامي دولت تاسیس.
- د زمري 24، 1401 (15 اگست 2021)، په افغانستان کې د امریکایي او غربي ښکیلاکگرو ماتې
او د فتحې ورځ.