په ابوظبی کی د ا.ا.ا. سفارت د ارواښاد مطیع الله تراب د مړینې له کبله ژوره غمرازي څرگندوي. په متحده عربي اماراتو کې د ټولو مېشتو افغان وگړو په استازولۍ د ارواښاد تراب کورنۍ، فرهنگي ټولنې او ټولو خواخوږو ته یې تسلیت وايي او دعا کوي، چې الله جل جلاله ارواښاد تراب ته فردوس جنت ور پېرزو کړي.
ارواښاد تراب ته څښتن تعالی ستر استعداد ورکړی وو، چې د پښتو ادب، فرهنگ او ژبې لپاره یې نه ستړي کېدونکي خدمتونه ترسره کړل، مړینه یې نه یوازې د هغه د کورنۍ او دوستانو لپاره بلکې د پښتو ادب په ځانگړې توگه د شعر کاروان ته یوه ضایعه ده. د ده نوم به د ادب او فرهنگ په تاریخ کې تلپاتې وي.