په ابوظبي کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت، قونسلي څانگه په عربي متحده اماراتو کې مېشتو هېوادوالو او بهرنیو وگړو ته قونسلي خدمتونه د امارت د منل شوو طرز العملونو پر بنسټ وړاندې کوي. د پاسپورټ اجرا او ورکړه، بهرنیو وگړو ته د ویزو ورکړه، د بېلابېلو سندونو او وثیقو له صادرولو سربېره له مهرونو او د صادروونکو لوریو د صحت تایید، په عربي متحده اماراتو کې د افغان وگړو او پانگوالو اړتیاوو او ستونزو ته رسېدنه او د افغان اتباعو د ټولو حقوقي چارو ملاتړ، د افغانستان سفارت اساسي او عمده قونسلي خدمتونه دي.