په ابوظبی کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت خپلو درنو هېوادوالو او په عربي متحده اماراتو کې مېشتو افغانانو ته ښه راغلاست وايي!
د افغانستان او عربي متحده اماراتو د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، په اماراتو کې د مېشتو هېوادوالو خدمت، غوښتنو او ستونزو ته یې رسېدنه او افغان وگړو ته د اړینو اسانتیاوو رامنځ ته کول او له حقونو یې دفاع د افغانستان سفارت لویه موخه او اساسي دنده ده.