Custom Select
پشتو
پشتو
العربیه

کورپانه  >  سفارت  >  سفیر

ښه راغلاست

په ابوظبی کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت خپلو درنو هېوادوالو او په عربي متحده اماراتو کې مېشتو افغانانو ته ښه راغلاست وايي! د افغانستان او عربي متحده اماراتو د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، په اماراتو کې د مېشتو هېوادوالو خدمت، غوښتنو او ستونزو ته یې رسېدنه او افغان وگړو ته د اړینو اسانتیاوو رامنځ ته کول او له حقونو یې دفاع د افغانستان سفارت لویه موخه او اساسي دنده ده.

ښاغلی مولوي بدرالدین حقاني د ملا قمرالدین زوی، په کال 1387ق (1968م) کې د خوست ولایت د لکڼو، بدیخېلو کلي په علمي او جهادپاله کورنۍ کې زیږېدلی دی. لومړنۍ او ابتدائي زده کړې په خپل کلي او وطن کې کړې دي. په افغانستان کې د روسانو او کمونستانو له کودتا او یرغل سره سم گاوندي هېواد پاکستان ته مهاجر شو، هلته یې په بېلابېلو دیني مدرسو کې زده کړې وکړې او خپلې لوړې زده کړې یې د اکوړه خټک په دیني دارالعلوم کې بشپړې او په 1994 کې د نبوي مبارکو احادیثو له لویې دورې فارغ شو او د دیني علم او فراغت د فضیلت دستار یې وتړلو.
ښاغلي حقاني له جهادي مسوولیت او د هجرت په مهال له ټولو ستونزو او کړاونو گاللو سربېره د هجرت په ټاټوبي کې د تدریس سپېڅلې دنده هم په لویو دیني مدرسو، احسن المدارس، سلمان الفارسي، جامعه فیضان العلوم او نظام العلوم کې تر سره کړې ده او زیات شمېر د دیني زده کړو طالب العلمان یې په اسلامي روحیه روزلي او خپل مجاهد ولس ته یې د دین خادمان او علماء وړاندې کړی دي.
ښاغلی مولوي بدرالدین حقاني، د روسانو د یرغل په مهال د مرحوم مولوي جلال الدین حقاني –رحمه الله- په جهادي مرکزونو کې بېلابېل جهادي خدمتونه او دندې تر سره کړې دي. په افغانستان د امریکایانو له یرغل سره سم د ښاغلي خلیفه صاحب سراج الدین حقاني تر مشرۍ لاندې یې د امریکا په خلاف د جهاد د سپېڅلې مبارزې په درشل کې له 2001 تر 2020 کال پورې د خلیفه صاحب د ځانگړي سلاکار او ورسره د مالي مسوول په توگه دنده تر سره کړې ده.
د جهادي دور په لړ کې د خوست د ولایتي کمېسیون غړی و، همدا راز یې د خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو د مهاجرینو او شهیدانو د چارو مسوولیت تر سره کړی دی او له فتحې یو کال مخکې یې د محترم خلیفه صاحب د مطبوعاتي ټیم د مسوول په توگه دنده تر سره کوله.
په افغانستان کې د امریکایانو له ماتې وروسته، کله چې د افغان مجاهد ولس ویاړلې فتحه په برخه او د اسلامي امارت بیا ځلي حاکمیت اعلان شو، ښاغلی حقاني د خلیفه صاحب سراج الدین حقاني تر مشرۍ لاندې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې له 2021 تر 2022 کلونو پورې د تدارکاتو عمومی رییس وټاکل شو.
ښاغلي حقاني له جهادي او اداري خدمت سربېره په علمي او فرهنگي برخو او قلمي مبارزه کې هم د پام وړ خدمتونه کړي دي، چې د مرحوم مولوي جلال الدین حقاني -رحمه الله- په ژوند او جهادي قیادت د لیکل شوي کتاب (لوی مصلح او ستر غازي) چمتو کول او له چارو یې څارنه د همدې فرهنگي خدمت ویاړلې بېلگه ده.
ښاغلی مولوي بدرالدین حقاني، د افغانستان اسلامي امارت د ویاړلي او محبوب امیر شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده د ځانگړي باور او پاملرنې له مخې په 11صفر المظفر1446 (15/8/2024) نېټه خپل باور لیک د متحده عربي اماراتو د دولت رییس ته وړاندې او په ابوظبي کې د افغانستان سفیر وټاکل شو.

سفیر اریکه