11 فبروري 2026
په متحده عربي اماراتو کې د ا.ا.ا. سفير ښاغلي مولوي بدرالدين حقاني د ابوظبي ملي هوایي شرکت اتحاد، د سوداگریزو او پراختیایي چارو له پلاوي سره، د ښاغلي راحیل صدیق په مشرۍ، ناسته وکړه.
په ناسته کې د اتحاد شرکت چارواکو، کابل ته له ابوظبي د پروازونو، چې د مارچ په ۲۸مه پیلېږي، د الوتنو مهالوېش، ترانسپورټي اسانتیاوو او د کابل او ابوظبي تر منځ د هوایي تگ راتگ په اړه معلومات وړاندې کړل.
د اتحاد شرکت چارواکو وویل اتحاد اوسمهال ۹۹ ښارونو ته الوت لري او ژمنه یې وکړه، چې د کابل او ابوظبي تر منځ الوتنې به د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداگريزو اړیکو د پیاوړتیا سربېره له نړۍ سره د تگ راتگ په پراختیا کې هم اغېزمن رول ولري.
ښاغلي سفیر کابل ته د ابوظبي د ملي هوایي شرکت د الوتنو له پیل خوښي وښوده، ټینگار یې وکړ، چې د مسافرو لپاره دې هر اړخیزه اسانتياوې رامنځ ته شي، په ځانگړې توگه د ټکټونو او د سفر اړوندو لگښتونو د کمښت چارو ته دې ځانگړې پاملرنه وشي.