Custom Select
پشتو
پشتو
العربیه

د افغانستان ا.ا. سفیر د امارتو د بهرنیو چارو وزرات د بهرنیو اتباعو له مسوول سره وکتل

25 مارچ 2025

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان ا.ا. سفیر ښاغلي مولوي بدرالدین حقاني د کوربه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو له مسوول دکتور ماجد المنصوري سره وکتل.

په پیل کې ښاغلي سفیر د اماراتو له دولت مننه وکړه، چې زرگونو افغانانو ته یې د کار، سوداگرۍ او مېشتېدو اسانه فرصتونه برابر کړي دي. همدا راز یې افغان وگړو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې د لازمو اسانتیاوو غوښتنه وکړه.

ښاغلي سفیر زیاته کړه، چې په متحده عربي اماراتو کې له ټولو زنداني افغانانو سره دې له نیژدې د پوښتنې او لیدنې اسانتیاوې برابرې شي او په دې لړ کې یې د اماراتو د دولت له اړخه د روژې مبارکې میاشتې په پار د یو شمېر افغان بندیانو په عفوه کولو هم ټینگار وکړ.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو مسوول ښاغلي دکتور ماجد المنصوري د افغانستان سفیر د هڅو ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د یادو موضوعاتو د حل په برخه کې به اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

دواړو لوریو په یو لړ سیاسي، اقتصادي او فرهنگي اړیکو هم گډ بحث وکړ.