06 مارچ 2025
نن ورځ په متحده عربی اماراتو کې د افغانستان سفير مولوي بدرالدين حقاني د ابوظبي ښار په شخبوط روغتون کې د ميرويس اکاخيل او شهيد خان دوو تنو افغان ناروغانو، چې څه موده مخکې په یوه اور لگېدنه کې سوځيدلې وو د احوال اخیستو په موخه ليدنه وکړه.
افغان سفير ناروغانو ته د بېړنۍ روغتیا دعاء او د روغتون مسوولینو ته ورسره د اسلامي اخوت او بشردوستۍ له مخې د پاملرنې سپارښتنه وکړه.