Custom Select
پشتو
پشتو
العربیه

په ابوظبي کې د افغانستان سفیر د ناروې له سفیر سره وکتل

12 مارچ 2025

په ابوظبي كې د افغانستان سفير مولوي بدرالدين حقاني نن د افغانستان او پاکستان لپاره د ناروې شاهي دولت له سفير ښاغلي پرالبیرت ایلساس او په ابوظبي کې د ناروي شاهي دولت مستشار وزیر مختار اندرس غولبراندسن سره د سفارت په مقر کې وکتل.

ښاغلي سفیر مولوي بدرالدين حقاني راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه، د خپلو خبرو په ترڅ کې يې د ناروي شاهي دولت له سفیر مننه وکړه.

په ناسته کې د افغانستان او سيمې هيوادونو په بيلابيلو سياسي او اقتصادي موضوعاتو بحث وشو.

ښاغلي پرالبیرت ایلساس وويل چې په افغانستان کي د پام وړ پرمختگ شوی دى، سراسري امنیت ټینگ شوی، هغه د افغانستان د لا باثباته کېدو او هوساینې په لور مختگ ته هيله مندي وښوده. په پای کې ښاغلې حقاني ټینگار وکړ، چې ناروي شاهي دولت دې له نړیوالې ټولنې په ځانگړې توگه اروپایي هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو د لاپیاوړتیا په برخه کې د همکارۍ دریځ لا پیاوړی کړي.