16 جنوري 2026
په ابوظبي کې د ا.ا.ا. سفیر ښاغلي مولوي بدر الدین حقاني، په متحده عربي اماراتو کې له مېشتو یو شمېر مخورو او سوداگرو افغانانو سره ولیدل.
افغان سوداگرو په خپلو خبرو کې د افغانستان سفارت د ټولو افغانانو گډ کور یاد کړ او په هېواد کې یې له نظامه ملاتړ خپله اسلامي او اخلاقي دنده وبلله. له دې سربېره یې یو لړ سوداگریزې ستونزې مطرح او په اماراتو کې یې د افغان کاریگرو د حقونو پالنې او ملاتړ په موخه د افغانستان لوی سفارت د ځانگړې پاملرنې غوښتنه وکړه.
ښاغلي سفیر په اماراتو کې د افغانانو خدمت او د هغوی له مشروع حقونو ملاتړ او په دې برخه کې د هر راز اسانتیاوو رامنځ ته کول خپل لومړیتوب وباله. زیاته يې کړه، چې په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداگرو د شته ستونزو د حل لپاره به هر اړخیزې هڅې تر سره کوي.