Custom Select
پشتو
پشتو
العربیه

په ابوظبي کې د ا.ا.ا. له سفیر سره د اتحاد شرکت امنیتي رییس وکتل

14 جنوري 2026

په متحده عربي اماراتو کې د ا.ا.ا. سفير مولوي بدرالدين حقاني د ابوظبي دولتي شرکت “اتحاد” د امنیتي چارو رییس محترم عمر سعید المعمري سره وکتل.

په دې ناسته کې افغانستان ته د ابوظبي دولتي شرکت “اتحاد” د الوتنو په پیل خبرې وشوې. ښاغلي المعمري د “اتحاد” د الوتنو په اړه معلومات وړاندې کړل او ډاډ یې څرگند کړ، چې په نيزدې راتلونکې کې به د “اتحاد” الوتنې منظمې پیل شي.

ښاغلي سفیر وویل، کابل ته د “اتحاد” د الوتنو پیل به د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې لاپیاوړې کړي او د دواړو هېوادونو د سوداگریزې راکړې ورکړې او تگ راتگ کچې په پراختیا کې به مهم رول ولوبوي.